د روغتیا نړۍوال سازمان: روان کال په افغانستان کې د کولرا تر ۱۰۰زرو ډېرې پېښې ثبت شوې دي

AP ۱۴۰۴ وږی ۴

د روغتیا نړۍوال سازمان په خپل وروستي راپور کې اندېښنه ښودلې، چې په افغانستان کې د کولرا ناروغۍ په پېښو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. دغه سازمان ویلي، چې په روان ۲۰۲۵کال کې په افغانستان کې د کولرا تر ۱۰۰زرو ډېرې پېښې ثبت شوې او له امله یې ۵۰ کسان مړه شوي هم دي.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې؛ په پېښو کې د زیاتوالي کچه په افغانستان کې د هوا له ګرمېدو سره هم‌مهاله پیل شوې او اوس تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده.

په راپور کې راغلي، د کولرا پېښې تر ډېره د افغانستان په مرکزي ولایتونو او په ځانګړي ډول په پروان او کاپیسا ولایتونو کې ثبت شوې دي.

د یاد سازمان د معلوماتو پربنسټ؛ یوازې له تېرې جولای میاشتې راهیسې په پروان او کاپیسا کې نږدې زر پېښې ثبت شوې دي، چې ډېری هغه یې مېرمنې او کم عمره ماشومان دي.

افغانستان، پاکستان او یمن په نړۍ کې د هغو هېوادونو په سر کې دي، چې د کولرا ډېرې پېښې په‌کې ثبتېږي.

روغتیاپالان وايي، کولرا (Cholera) یوه ساري ناروغي ده چې د مېکروب له کبله رامنځته کېږي. دوی وايي، دغه «مېکروبونه» د ککړو اوبو او ځینو ناپاکو خوړو څخه د انسان بدن ته ننوځي چې په پیل کې انسان په نس ناستي اخته کېږي او که په وخت یې درملنه ونه‌شي؛ نو د انسان د بدن اوبه کمېږي او ان د مرګ لامل هم کېدای شي.

نور خبرونه

رادیو