طالبانو د راتلونکو پنځو کلونو لپاره خپله پراختیايي تګلاره اعلان کړه

AP ۱۴۰۴ وږی ۴

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن سې‌شنبه (د وږي ۴مه) په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې په دغه تګلاره کې به د دوی ټولې پراختیايي چارې د یوه منظم چوکاټ لاندې توحید او پرمخ یوړل شي.

نوموړی وايي، چې په دغه پنځه کلن پلان کې د ټولو پراختیايي چارو مالي امکانات له کورنیو سرچینو تامینېږي او په پلي کېدو به یې په افغانستان کې له اقتصادي او صنعتي پلوه لوی بدلون رامنځته شي.

که څه هم د طالبانو ویاند وايي، چې د دوی د حکومت نورې ادارې به وروسته د دغه تګلارې په اړه ټول جزییات له رسنیو او خلکو سره شریک کړي؛ خو د دوی ادارې د دغه پلان عملي کېدو ته ژمنې دي.

مجاهد د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې په راتلونکي پنځه کلن پلان کې د عصري علومو زده‌کړو ته هم پام شوی؛ خو د جزییاتو له ورکولو یې ډډه وکړه.

د طالبانو ویاند دارنګه پاکستان او هند ته د دغې ډلې د بهرنیو چارو وزیر د سفر بندیز او له امریکا سره د طالبانو د اړیکو په اړه د یوې پوښتنې له ځواب ورکولو هم ډډه وکړه.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو څانګې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې هند ډیلي ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د سفر په اړه د معافیت غوښتنه بېرته واخیسته. تمه کېده، چې امیرخان متقي د اګسټ له ۲۷مې تر ۲۹مې نېټې هند ته ولاړ شي. دارنګه متقي غوښتل، چې (د زمري په ۱۳مه) پاکستان ته سفر وکړي؛ خو دغه سفر د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمیټې له‌خوا د معافیت د نه ورکړې له کبله ونه‌شو.

ذبیح‌الله مجاهد په د یادې غونډې پرمهال په دغه تګلاره کې د نجونو د زده‌کړو د ځای ځایګي په اړه جزییات ورنه کړل او د نجونو د زده‌کړو په اړه یې د یوې پوښتنې له ځواب ورکولو هم ځان په څنګ کړ.

د طالبانو ویاند که څه هم ادعا کوي، چې د دوی د څلورکلنې واکمنۍ پرمهال لوی اقتصادي پرمختګونه شوي؛ خو له دې وروسته به ټولې پرمختیايي چارې د اعلان شوې تګلارې له مخې په منظمه او کره توګه ترسره شي.

طالبان په داسې حال کې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د افغانستان د اقتصادي ودې په برخه کې خپله تګلاره اعلانوي، چې د ګڼو نړۍوالو راپورونو پربنسټ په افغانستان کې ورځ تربلې د فقر او بې‌وزلۍ کچه مخ په پراخېدو ده او خبرداري ورکوي؛ که له ځنډ پرته په دې برخه کې اقدام ونه‌شي، نو افغانستان به لویو ناورینونو سره مخامخ شي.

نور خبرونه

رادیو