ملګرو ملتونو له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو ضرب‌الاجل د تمدید غوښتنه کړې

AP ۱۴۰۴ وږی ۴

د پاکستان له لوري افغان کډوالو ته د ورکړل شوي ضرب‌الاجل پای ته رسېدو سره سم، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له اسلام‌اباده غوښتي، چې دغه مهلت تمدید کړي.

د پاکستان حکومت د پرېکړې له مخې، د «سپټمبر له لومړۍ نېټې» د شاوخوا ۱.۳ میلیونه هغو افغان کډوالو د اېستلو لړۍ پیلېږي، چې د کډوالۍ کارټونه لري.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د دغو کارټونو اعتبار ختم شوی او د لرونکو یې پاتې کېدل نور قانوني نه ګڼل کېږي.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ استازې فیلیپا کنډلر په خپل اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې اسلام‌اباد باید د کډوالو د ستنېدو لپاره د لا ډېر وخت زمینه برابره کړي.

هغې ټینګار کړی، چې باید د هغو افغان محصلینو او کورنیو وضعیت په پام کې ونیول شي، چې له پاکستان سره د زده‌کړو، کورنۍ او ټولنیزو اړیکو ژور تړاو لري.

په همدې حال کې، په اسلام‌اباد کې د سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو او د بشري حقونو د مدافعینو یوه اېتلاف د پاکستان د حکومت دغه پرېکړه غندلې ده. هغوی دا اقدام د بشري اصولو او نړۍوالو قوانینو خلاف بللی او له حکومته یې غوښتي، چې د اېستلو لړۍ سمدستي ودروي.

دغه اېتلاف پر دې هم ټینګار کړی، چې افغان کډوالو ته باید د قانوني اوسېدنې، د کار جواز او ان د تابعیت ورکولو لارې پرانیستل شي، څو هغه افغانان چې د قوانینو درناوی کوي، وکولای شي په امن کې ژوند وکړي.

د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر راهیسې پاکستان شاوخوا ۱.۲ میلیونه افغانان له خپلې خاورې اېستلي دي. ویل کېږي، چې نږدې درې میلیونه نور افغانان لا هم د اجباري ستنېدو له جدي ګواښ سره مخ دي.

نور خبرونه

رادیو