د پاکستان د طبيعي پېښو ادارې خلکو ته خبرداری ورکړی، چې په پنجاب او کشمېر کې د سېلابونو او ځمکې ښویېدو وېره شته. دغه ادارې له خلکو غوښتې، چې احتیاطي تدابیر ونیسي.
د پاکستان له طبيعي پېښو سره د مبارزې ادارې د سې شنبه په ورخ (د وږي ۴مه) په پنجاب او ازاد جمو کشمیر کې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې د زیاتو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړی.
د دغه ادارې د بېړنيو عملیاتو مرکز په خپاره شوي خبرداري کې ویلي، چې په دغو سیمو کې د سېلابونو او ځکمې ښویېدو خطر هم موجود دی.
د پاکستان له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې د معلوماتو له مخې، د ګجرات، ګوجرانواله، سیالکوټ، ناروال، لاهور او قصور ولسواليو کې د بارانونو اټکل شوی.
د دوی په خبره، په جلیم، چوال، منډي بهاوالدین، حافظ اباد، ننکانه صاحب، جنیوټ او پاکپټن کې هم په راتلوونکو ۲۴ ساعتونو کې د سختو بارانونو اټکل شوی دی.
دغه اداره وايي، چې په غرونو کې د قوي اوبو بهېدل به د سړکونو د بندېدو او د ترافيکي ګډوډيو لامل شي.
پاکستاني چارواکو له خلکو غوښتي، چې احتیاطي تدابیر ونیسي، له سیندونو، د غرونو له لمنو او ټیټو سیمو څخه نورو خوندي ځایونو ته ولاړ شي.