د طالبانو له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې سرپرست نورالدین ترابي له «اکتید» موسسې سره د څه باندې یو میلیون ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو د یوې هوکړې د لاسلیک پر مهال له موسسو وغوښتل، چې خپل اداري لګښتونه راکم کړي ترڅو ورسره ډېر کسان د مرستو تر پوښښ لاندې راشي.
نورالدین ترابي د دوشنبې په ورځ (د وږي ۳مه) د اکتید نړۍوالې موسسې له عمومي رييس هنس جوهانس سره په کتنه کې وویل، افغانان په بېلابېلو برخو کې مرستو ته اړتیا لري او زیاته یې کړه: «له موسسو غواړو چې د خپلو اداري لګښتونو کچه راکمه کړي او له مرستو د ګټې اخیستونکو شمېر زیات کړي.»
د دغې ادارې د خبرپاڼې له مخې، د اکتید نړۍوالې موسسې عمومي رييس هنس جوهانس په دې کتنه کې ژمنه وکړه، چې په دې هوکړه کې به هېڅ ډول ناغیړي ونه کړي او دا به په شفاف ډول او پر وخت عملي کړي.
تر دې مخکې هم پر نړۍوالو مرستندویه بنسټونو ګڼې نیوکې شوي چې د مرستو ډېره برخه د لوړو معاشونو په ګډون پر خپلو اداري چارو لګوي او د مرسته شویو لږه برخه تر اړمنو کسانو رسول کېږي.
د یادونې وړ ده، چې د لاسلیک شوې هوکړې له مخې چې ټول ارزښت یې څه باندې یو میلیون او ۷۷ زره ډالرو ته رسېږي، اکتید موسسه به په بلخ، تخار، کندوز، بغلان او ننګرهار ولایتونو کې د هغو ۱۰۰۰ کورنیو لپاره چې د طبیعي پېښو له امله زیانمن شوي او دمګړی د خوړو له نشتوالي سره مخ دي، د دوو کلونو په ترڅ کې په لومړي کال کې پر ۵۰۰ کورنیو او په دویم کال کې پر پاتې۵۰۰ کورنیو هرې کورنۍ ته ۳۰۰ډالره نغدي مرستې ووېشي.
له دې سربېره به یاده موسسه له تمویل کوونکو سره د معلوماتو شریکولو لپاره د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې په بازارونو کې د خوراکي توکو د بیو د ارزونې، خوراکي توکو ته د خلکو د لاسرسي د معلومولو، له مرستندویه موسسو او په ځانګړې توګه له اوچا سره د بېړنیو حالاتو پر مهال د مرستو د همغږۍ د پروسې پیاوړتیا، د څارنیزو فعالیتونو ترسره کولو، له نورو ادارو سره یې شریکول او د بشري مرستو په پلان کې د ځای پرځای کولو لپاره د بېړنیو اړتیاوو ارزونه او له خطر سره د مخ سیمو تثبیتولو په تړاو هم کار وکړي.