جرمني له پاکستان نه د افغان محلي همکارانو د انتقال چارې بېرته پیلوي

AP ۱۴۰۴ وږی ۴

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت له قوله ویل شوي، چې برلین د خپلو افغان محلي همکارانو د انتقال چارې له سره پیلوي.

رپوټونه وايي، په راتلونکو ورځو کې به یو شمېر افغانې کورنۍ د چارټر الوتکو پرځای په سوداګریزو الوتکوکې د دوبۍ یا استانبول له لارې جرمني ته لاړې شي.

جرمنی دا ګام د محکمې له پرېکړې، ډيپلوماتیکو فشارونو او له پاکستان نه د افغان کډوالو له اخراج سره هممهاله پیلوي.

ویلټ ورځپاڼې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت له قوله ویلي، چې په پاکستان کې میشت تاییدپاڼه لرونکي افغانان به ډېر ژر جرمني ته د تګ اجازه ترلاسه کړي.

د ویلت په وینا، په راتلونکو ورځو کې به افغانې کورنۍ جرمني ته د سفر اجازه ولري او اړوندو کسانو ته د دې پرېکړې خبر ورکړل شوی دی. د ویلت په وینا، هغوی به د چارټر الوتکو پرځای په سوداګریزو الوتکوکې د دوبۍ یا استانبول له لارې جرمني ته لاړ شي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویاند مارتین ګیزه د دوشنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل، چې برلین لا هم د پاکستان له حکومت سره په لوړه کچه خبرو کې ښکیل دی.

ګیزه وویل، « موږ پوهېږو چې د اغېزمنو کسانو او د هغوی د ملاتړو لپاره وضعیت ډېر سخت دی. زه تاسې ته ډاډ درکوم چې فدرالي حکومت ټول دیپلوماتیک او اداري وسایل کاروي چې په دې ستونزمن وضعیت کې د حل لاره وموندل شي».

ګیزه د جرمني د بهرنیو چارو وزیر وایفول د وړمې ورځې خبرې تکرار کړې، چې یو ځانګړې ټاسک فورس یې پاکستان ته استولی چې چارې له نږدې تنظیم کړي.

نوموړي زیاته کړه، « په پاکستان کې زموږ سفیرې مېرمن لیپل څو ځله د پاکستان حکومت ته مراجعه کړې او زموږ د پروسې څرنګوالی یې ورته تشریح کړی. د بهرنيو چارو وزیر اعلان وکړ چې هغه له خپل پاکستاني همکار سره موافقه کړې چې په دې موضوعاتو به دوه اړخیزې خبرې وکړي».

ګیزه د دې پوښتنې په ځواب کې، چې له پاکستان نه افغانستان ته شړل شویو کسانو د بهرنیو چارو او د کورنیو چارو وزارتونوته یو لیک استولی او د مرستې غوښتنه یې کړې، وویل، « د فدرالي حکومت قراردادي خدماتو شرکت له ټولو اغېزمنو کسانو سره په تماس کې دی. دا یوازې هغه کسان نه دي چې په پاکستان کې دي، بلکې هغه کسان هم پکې شامل دي چې افغانستان ته شړل شوي. څومره چې اړتیا وي، په پاکستان کې هم د استوګنې، خوراک او طبي پاملرنې چارې چمتو کیږي.».

د ګیزه په وینا، ټول هغه کسان چې اوس په افغانستان کې دي، په لومړنيو اړتیاوو لکه جامو، حفظ الصحې وسایلو او نورو بنسټیزو توکو سمبال شوي او برلین کوښښ کوي هغوی ته هم پر ځای مرستې برابرې کړي.

هغه زیاته کړه، « موږ لیکونو ته هم ځواب وایو. خو زه اوس په دقیقه توګه نه پوهېږم چې تاسې کوم لیک ته اشاره کوئ».

هغه وویل، چې د بهرنیو چارو وزیر د اونۍ په پای کې د بهرنیو چارو وزارت د پرانېستې ورځې په غونډه کې یوځل بیا وویل چې جرمنی هر ځای چې د منلو قانوني الزام لرونکې ژمنې ورکړل شوې وي، حتماً پرې ولاړ پاتې کېږي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دا په دې پورې تړلې نه ده چې وروستۍ قضایي پرېکړه شوې که نه، ځکه قانوني مکلفیت هم د محکمې له وروستي حکم پرته شته او جرمنی غواړي دا مکلفیت پوره کړي.

نور خبرونه

رادیو