طالبان وايي، چې د ملي ټولنو ‎نړۍوال فډراسیون ورسره د ستنېدونکو کډوالو د لاسنیوي ژمنه کړې

AP ۱۴۰۴ وږی ۳

د طالبانو تر واک لاندې افغاني سرې میاشتې ټولنې خبر ورکړی، چې د ملي ټولنو نړۍوال فډراسیون ورسره ژمنه کړې چې له ستنېدونکو کډوالو سره به مرستې او په دې برخه کې به له افغاني سرې میاشتې سره همکاري کوي.

دغه ژمنه د ‎افغاني سرې میاشتې ټولنې لپاره د طالبانو مشر شهاب الدین دلاور او د ‎افغانستان لپاره د ملي ټولنو نړۍوال فډراسیون د کډوالو برخې له مسوول برو یانیک سره په لیدنه کې شوې ده. د خبرپاڼې له مخې؛ د دغه لیدنې موخه له ګاونډيو هېوادونو څخه د راستانه شویو کورنیو سره مرسته او د هغوی د ستونزو حل وو.

نور خبرونه

رادیو