ملګري ملتونه: د افغان کډوالو جبري شړل د امنیتي پلمو پر بنسټ توجیه کېږي

AP ۱۴۰۴ وږی ۳

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ ویلي دي، چې د ګاونډیو هېوادونو له لوري د افغان کډوالو ډله‌ییز اېستل نه یوازې د بشري حقونو له اصولو سره په ټکر کې دي، بلکې د بې‌اساسه امنیتي پلمو پر بنسټ توجیه کېږي.

بېنېټ د بشري حقونو او د ترهګرۍ پر ضد د ځانګړو راپور ورکوونکو یوې ګډې اعلامیې ملاتړ کړی او پر اېکس خواله رسنۍ یې لیکلي دي: «د ګاونډیو هېوادونو له لوري د افغانانو ډله‌ییز شړل د امنیتي اندېښنو پر نوم توجیه شوي، خو دا اندېښنې د باور وړ اسناد نه لري. هغه کسان چې په زوره بې‌ځایه شوي، د پېژندنې، ساتنې او عدالت مستحق دي.»

نوموړي زیاته کړې، چې نړۍواله ټولنه باید د هغو افغانانو غږ واوري چې د شړلو له امله یې ژوند له سختو ننګونو سره مخ شوی.

بېنېټ ټینګار کړی، چې جبري شړل نه یوازې د نړۍوالو بشري قوانینو خلاف دي، بلکې د زرګونو کسانو ژوند یې له بې‌سرپناهۍ، بې‌وزلۍ او ناامنۍ سره مخ کړی دی.

په وروستیو میاشتو کې د سیمې یو شمېر هېوادونو په ځانګړي ډول بیا «پاکستان او ایران» زرګونه افغان کډوال له خپلو کورونو او مېشت‌ځایونو اېستلي دي. په پاکستان کې د تېر کال له نومبر میاشتې راهیسې د «بې‌اسنادو افغانانو» د شړلو پروسه پیل شوه، چې له امله یې شاوخوا یو نیم میلیون افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شول.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان«ای او اېم» او نورو مرستندویو ادارو څو ځله خبرداری ورکړی، چې دغه ډول شړل به په افغانستان کې د بشري ناورین کچه نوره هم لوړه کړي.

شنونکي وايي، د افغان کډوالو د جبري شړلو سیاست د نړۍوالو قوانینو خلاف عمل دی او د جبري اېستلو پر وړاندې د نه ستنولو اصل (Non-refoulement principle) ښکاره سرغړونه ګڼل کېږي. د هغوی په باور، نړۍواله ټولنه باید د ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې عملي دریځ غوره کړي او د کډوالو د حقونو د خوندیتوب لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

بېنېټ ټینګار کړی، چې د جبري شړل شویو افغانانو د ستونزو هواري لپاره د پېژندنې، بېړنیو بشري مرستو، نړۍوال ملاتړ او د قانوني عدالت برابرول اړین دي.

نور خبرونه

رادیو