د ORCD GLOBAL موسسې مسوولین وايي، غواړي چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د سېلابونو له امله د زیانمنو او له خطر سره د مخ سیمو په اړه یو مستند فلم جوړ کړي. دغه موسسې د دې فلم د جوړولو موخه افغانستان ته د زیاتو مرستو راجلبول بللي دي.
د ORCD GLOBAL د خوندیتوب او څارنې متخصص عبدالله د دوشنبې په ورځ (د وږي ۳مه) د طالبانو له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې له سرپرست نورالدین ترابي سره په کتنه کې له دغې ادارې وغوښتل، چې په افغانستان کې د زیانمنو او له خطر سره د مخ سیمو معلومات ورسره شریک کړي، ترڅو یاد مستند فلم ډېر ژر بشپړ شي.
عبدالله زیاته کړه: «د دغه مستند فلم له بشپړېدو وروسته هغه د لا ډېرو مرستو د راجلبولو لپاره د ملګرو ملتونو بنسټونو او ډونرانو ته استوو.»
د طالبانو له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې سرپرست نورالدین ترابي په دې کتنه کې وویل، افغانستان له هغو هېوادونو دی چې ډېرې سیمې یې د سېلابونو له امله له خطر سره مخ دي.
نوموړي د یاد مستند فلم د جوړولو په برخه کې د هر ډول همکاریو له ژمنې سربېره زیاته کړه: «د پېښو په اړه د فلم او مستند جوړول خورا ارزښت لري، ځکه چې نور هېوادونه او مهم بنسټونه چې په دې برخه کې کار کوي، په جریان کې راځي.»
په داسې حال کې چې د طالبانو د مشر په ګډون ځیني نور چارواکي په غونډو او کنفرانسونو کې د خپل عکس یا ویډیو اخیستلو ته اجازه نه ورکوي او همداراز د هېواد په ډېریو ولایتونو کې د عکس او یا هم ویډیو اخیستل منع دي، خو دا چې په یوه ډول نه یوه ډول سره طالبانو ته پیسې رارسېږي، نو یاده ډله بیا د فلم او مستند جوړولو په برخو کې د هر ډول همکاریو ټټر وهي.