د ملګرو ملتونو د استوګنې اداره (UN-Habitat) وايي، چې دا مهال د افغان کډوالو لپاره د خوندي او مناسبې سرپناه نشتوالی د دوی د بیامېشتېدنې بهیر پر وړاندې لوی خنډ دی.
دغې ادارې د ستنېدونکو افغان کډوالو د بیامېشتېدنې په تړاو د راپور په بیا خپرولو سره ویلي، چې د ستنېدونکو کډوالو لپاره د مناسبو کورونو له نشتوالي سره دا شونې نه ده چې دوی دې خپل عادي ژوند بیا له سره پیل کړي.
د ملګرو ملتونو یادې ادارې ویلي، که څه هم د سرپناه په برخه کې د ستونزو د حل لپاره له نړۍوالو شریکانو سره په ګډه هڅه کوي؛ خو د شته امکاناتو او سرچینو پرتله اړتیاوې څو برابره زیاتې دي.
یادې ادارې پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې له ځنډ پرته دې د سرپناه د ستونزې د هواري په برخه کې د افغان کډوالو لاسنیوي وکړي؛ کنه دغه بشري ناروین به لاپسې پراخ او ننګوونکی شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان ګاونډیو په ځانګړي ډول ایران په وروستیو کې د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ په بېساري ډول چټکه کړې او هره ورځ سلګونه کورنۍ افغانستان ته د ستنېدو په حال کې دي. له بل پلوه پاکستان هم په راروانو ورځو کې له دغه هېواده د افغان کډوالو د اېستلو درېیم پړاو پیلوي.