پاکستانۍ ورځپاڼه «ډیلي ټایمز» وایي، چې افغانستان د طالبانو تر څلور کلنې واکمنۍ لاندې د ترهګرۍ او نشه يي توکو په ګډه مافیایي لوبه کې ښکېل دی. دا ورځپاڼه زیاتوي، که نړۍ چوپ پاتې شي، دا هېواد به د نړۍوال امنیت د اوږدمهاله ګواښونو په مرکز بدل شي.
یادې ورځپاڼې په خپله مقاله کې لیکلي، لومړی او تر ټولو مهم عامل د امنیت خراب وضعیت دی، د طالبانو له بېرته راتګ وروسته افغانستان د څو سخت دریځو ډلو په پټنځای بدل شوی، چې تر ټولو مشهور یې داعش خراسان، القاعده او د پاکستاني طالبانو تحریک «ټي ټي پي» دي.
سره له دې چې طالبان د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ژمنې کوي، خو تر اوسه یې د دغو ډلو د مهار کولو لپاره پرېکنده اقدام نهدی کړی. څېړونکي وايي، دا حالت پر دې دلالت کوي چې یا خو طالبان یوازې په خبرو ژمنې کوي او یا هم په رښتیا سره د دغو ډلو د کنټرول توان نهلري.
پاکستانۍ «ډیلي ټایمز» ورځپاڼه زیاتوي، چې له ترهګرۍ سره تړلې بله جدي ستونزه د نشه يي توکو کاروبار دی.
د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر (UNODC) د راپور له مخې، افغانستان اوس د مېتامفېټامین د تولید یو نوی مرکز ګرځېدلی او دا کاروبار له دودیزو افیوني بازارونو ډېر پراخ شوی دی.
که څه هم د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو کې د کوکنارو د کښت او صادارتو په کمېدو راپورونه خپاره شول، خو د ۲۰۲۴کال شمېرې ښيي چې د کوکنارو تولید بیا ۱۹سلنه ډېر شوی دی. دا نه یوازې ټولنیزې ستونزې زېږوي، بلکې د ترهګرو مالي سرچینې هم پیاوړې کوي. د نشه یي توکو قاچاق کوونکي په بدل کې ترهګرو ډلو ته د پیسو ترڅنګ د لوژستیکي ملاتړ لپاره هم تکیه کوي.
د ترهګرو ډلو او د نشه يي توکو مافیا اړیکه د «نارکو تروریزم» په نوم یادېږي. ترهګر د قاچاقبرو لپاره د وسله والو او جنګیالیو مرسته برابروي او په بدل کې د هغوی له مالي ملاتړ او نشه يي موادو ګټه اخلي.
ځیني راپورونه ښيي، چې د پاکستاني طالبانو تحریک «ټي ټي پي» له خوا د ځانمرګو بریدونو لپاره روزل کېدونکي کسان ځانګړې درمل ترلاسه کوي، څو د ځانمرګي برید ترسره کولو ته چمتو شي.
د ښځو د حقونو سیستماتیک محدودیتونه د طالبانو پر حکومت یوه بله ستره نړۍواله نیوکه ده. د ملګرو ملتونو د ښځو سازمان په یوې څېړنه کې افغانستان له یمن وروسته د ښځو د ځواکمنېدو او د جنسیتي برابرۍ له پلوه د نړۍ دویم تر ټولو کمزوری هېواد بللی دی. اوسمهال افغان ښځې او نجونې له شپږم ټولګي پورته زدهکړو څخه محرومې دي، له ګڼو ټولنیزو ځایونو اېستل شوي او ډېرو مسلکونو او کارونو ته نه پرېښودل کېږي. که څه هم طالبان دا محدودیتونه د اسلامي شریعت په نوم توجیه کوي، خو ګڼ اسلامي عالمان یې د اسلام له اصلي روح سره په ټکر کې بولي.
شنونکي وایي، چې د ترهګرۍ، نشه يي توکو او د ښځو د حقونو سرغړونې ګډ ترکیب اوس یوازې د افغانستان سیمه ییزه ستونزه نه ده، بلکې د نړۍوال امنیت لپاره په یوه لوی ګواښ بدلېدونکې ده.
که نړۍواله ټولنه د افغانستان د وضعیت پر وړاندې چوپ پاتې شي، دا هېواد به د اوږدمهاله بېثباتۍ او د نړۍوال امنیت د ګواښونو په یوه مرکز بدل شي.
څلور کاله وروسته له هغه چې طالبان بیا واک ته ورسېدل، افغانستان د بېلابېلو لاملونو له کبله په چټکۍ سره د کړکېچ او ګډوډۍ پر لور روان دی.
دغه راپور په داسې حال کې خپرېږي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا بیا تېره میاشت په خپل راپور کې خبرداری ورکړ، چې طالبانو د واک تر بشپړ نیولو وروسته په افغانستان کې څو نړۍوالو ترهګرو ډلو ته د فعالیت لپاره خوندي او ارامه فضا برابره کړې ده.
په راپور کې راغلي، چې که څه هم طالبان ادعا کوي چې له ترهګرو ډلو سره یې اړیکې پرې کړي، خو عملي توګه یې دغو ډلو لکه داعش، القاعده، د پاکستاني طالبانو تحریک، د ترکستان ختیځ اسلامي غورځنګ، اسلامي ترکستان ګوند، تاجکستان انصارالله ډلې او نورو سخت دریځو ته په افغانستان کې د فعالیت اجازه ورکړې ده.
ملګرو ملتونو ټینګار کړی، چې دغه ډلې په شمالي او ختيځو سیمو کې مېشت دي او نه یوازې د بهرنیو جنګیالیو جلب جذب کوي، بلکې د روزنې، استخدام او د افغانستان له پولو بهر د بریدونو په پلان جوړولو هم بوختې دي.
همدارنګه القاعده که څه هم سختې ضربې لیدلي، خو بیا یې هم د طالبانو سره خپل روزنیز او همغږي فعالیتونه روان ساتلي دي.
طالبانو بیا تل دغه تورونه رد کړي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد همدا تېره اوونۍ په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیت اړوند د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اندېښنې رد کړې. نوموړي ویلي، چې اوسمهال هېڅ ترهګره ډله په افغانستان کې شتون نه لري.