د افغاني سرې میاشتې ټولنې لپاره د طالبانو مشر شهاب الدین دلاور وايي، چې د دغه ټولنې په مرکزي روغتون کې د البصر نړۍوال خیریه بنسټ په همکارۍ د ۴۰۰ سترګو ناروغانو د درملنې وړیا پروګرام پیل شو.
نوموړي په کابل کې یوې خبرې غونډې ته ویلي، چې د دغه ناروغانو د سترګو عملیات به د مجربو ډاکټرانو لهخوا په وړیا توګه ترسره شي. په یاده غونډه کې د افغاني سره میاشتې ټولنې د مرکزي روغتون مشر ډاکټر عبدالولي اتمانزي بیا ویلي، چې د سترګو دغه عملیاتو کې به له پرمختللو وسایلو هم ګټه واخیستل شي.
ورته مهال د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولینو په نږدې راتلونکې کې په کابل کې د زړه ناروغۍ درملنې لپاره د یوه مجهزه روغتون له جوړولو هم خبر ورکړی دی. دا په داسې حال کې ده، چې ډېری افغانان وخت ناوخت په افغانستان کې د درمنلې په برخه کې له شته ستونزو شکایت کوي.
تر دې وړاندې هم افغانانو د ښې درملنې لپاره خپل ناروغان پاکستان ته وړل؛ خو له څه مودې راهیسې د پاکستان حکومت افغان ناروغانو ته د ټوکنونو د ورکړې لړۍ درولې ده او روغتیايي ویزې هم د سرطان ناروغانو پرته نورو ناروغانو ته په اسانۍ نه ورکول کېږي. ډېری افغانان اړ کېږي، چې خپلو ناروغانو ته په تور بازار کې په لوړو لګښتونو روغتیایي ویزې واخلي.