روسیه وايي اوکراین به د ناټو په ګډون د هیڅ ایتلاف غړی نه وي او نه به اتومي وسلې لري

AP ۱۴۰۴ وږی ۲

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د یکشنبې په ورځ په یوه مرکه کې وویل، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړو په ګډون یو شمېر هېوادونه باید د اوکراین د امنیت ضمانت کوونکي وي. سرګي لاوروف وايي، اوکراین به نه د ناټو یا بل ایتلاف غړی ګرځي او نه به اتومي وسلې لري.

رویټرز تېره اونۍ رپوټ ورکړی و، چې ولسمشر ولادیمیر پوتین له اوکراین غواړي د ختیز دونباس ټوله سیمه پرېږدي، د ناټو د غړیتوب ارمانونه پرېږدي، بې‌طرفه پاتې شي او د لوېدیزو ځواکونو د داخلېدو مخه ونیسي.

لاوروف اېن بي سي ته وویل، چې پوتین او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوکراین د امنیتي ضمانت موضوع څېړلې او پوتین د ۲۰۲۲ کال د استانبول د ناکامو خبرو مساله راپورته کړې وه.

په دغو خبرو کې روسیې او اوکراین د کیېف د دایمي بې‌طرفي پر سر خبرې کړې وې، چې په بدل کې به یې د امنیت شورا پنځه دایمي غړي برېتانیا، چین، فرانسه، روسیه او امریکا ـ او یو شمېر نور هېوادونه امنیتي ضمانت ورکوي.

لاوروف ویلي، چې د امنیت شورا غړي او نور هېوادونه لکه جرمني او ترکیه هم د تضمین کوونکو په ډله کې راتلای شي.

هغه زیاته کړې: «ضامن هېوادونه به د اوکراین امنیت تضمینوي، داسې یو اوکراین چې بې‌طرفه وي، د هېڅ پوځي ایتلاف غړی نه وي او اتومي وسلې ونه لري».

لاوروف په ډاګه کړې، چې د روسیې لپاره د اوکراین د ناټو غړیتوب د منلو وړ نه دی، او روسیه غواړي د اوکراین د روسي ژبې ویونکو خوندیتوب یقیني شي او د خاورې پر سر له اوکراین سره خبرې وشي.

نور خبرونه

رادیو