افغانستان په یو ورځنیو او شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې د بنګله دېش کوربه توب کوي

AP ۱۴۰۴ وږی ۲

د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي، چې په اکټوبر میاشت کې د بنګله دېش کرېکټ ملي لوبډلې سره د درې یو ورځنیو او درې شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ کوربه توب کوي.درې شل اوریزې لوبې د متحده عربي اماراتو په شارجه کرېکټ لوبغالي کې او درې یو ورځنۍ لوبې د ابوظبۍ په زاید کرېکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.

افغان کرېکټ بورډ د یکشنبې په ورځ ویلي، چې د افغانستان په کوربه توب په متحده عربي اماراتو کې د اکټوبر میاشتې په دویمه نېټه د بنګله دېش کرېکټ ملي لوبډلې سره د درې یو ورځینو او درې شل اوریزو لوبو لړۍ پیلږی، چې د همدې میاشتې تر ۱۴ نیټې به دوام وکړي.

کرېکټ بورډ ویلي، چې درې شل اوریزې لوبې د متحده عرب اماراتو په شارجه کرېکټ لوبغالي کې او درې یو ورځنۍ لوبې د ابوظبۍ په زاید کرېکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ اجرایوي رییس نصیب خان وايي:« موږ ویاړو چې د یوې سترې لوبلړۍ لپاره د بنګله دېش د ملي لوبډلې کوربه توب کوو. دا ګام د افغانستان د ملي لوبډلې لپاره د لا ډېرو سیالیو د برابرولو او د غوره کرېکټ د وړاندې کولو په برخه کې زموږ د پرله پسې هڅو او ژمنتیا څرګندونه کوي.»

له یادې لوبلړۍ وړاندې به د افغانستان او بنګله دېش د کرېکټ ملي لوبډلې د اسیا جام سیالیو په ب ګروپ کې هم سره مخامخ شي.

نور خبرونه

رادیو