د جرمني لومړی وزیر: باید د نویو سوداګریزو شریکانو په لټه کې شو

AP ۱۴۰۴ وږی ۲

د جرمني لومړي وزیر اعلان کړی، چې دغه هېواد باید د امریکا او اروپايي ټولنې له سوداګریز تړون هاخوا، د راتلونکو کلونو لپاره د نویو سوداګریزو شریکانو په لټه کې شي.

د رویټرز د راپور له مخې، فردرېښ مېرڅ د یکشنبې په ورځ (د وږي ۲مه) وویل: «که امریکایان نور حاضر نه وي چې د نړۍوالې سوداګرۍ د سازمان پر اصولو عمل وکړي، نو موږ به نړۍواله سوداګري څنګه پرمخ یوسو؟»
هغه زیاته کړه: «مونږ باید په نړۍ کې د داسې شریکانو په لټه کې شو، چې له فکري پلوه سره هم‌نظره واوسو.»

نور خبرونه

رادیو