په ایران کې اعدامونه؛ تېره یوه میاشت په هرو پنځو ساعتونو کې یو کس په دار شوی

AP ۱۴۰۴ وږی ۲

د بشري حقونو د څار وېب‌پاڼې «هرانا» راپور ورکړی چې د روان کال د زمري په میاشت کې په ایران کې په هرو پنځو ساعتونو کې یو کس اعدام شوی دی. په تېره یوه میاشت کې د ایران په زندانونو کې ۱۶۰ کسان اعدام شوي دي. تر دې وړاندې هم ۶ افغانان اعدام شوي دي.

هرانا شنبه (وږي لومړۍ) په خپل میاشتني راپور کې ویلي چې د اعدامونو تر څنګ یې لږ تر لږه د اعدام د ۱۶ سزاګانو او اعدام د حکم د تایید ۴ پېښې هم ثبت کړي دي.

هرانا د بېړني کورني او نړیوال اقدام، د خپلواکو نظارتي میکانیزمونو رامنځته کولو او ایران د بشري حقونو د ژمنو عملي کولو لپاره فشار ضروري بللی دی.

په وروستیو وختونو کې د بشري حقونو سازمان «هه‌نگاو» هم اعلان وکړ چې په تېرو ۸ میاشتو کې ایران ۸۰۰ کسان اعدام کړي دي. د دې شمېرو له‌مخې، په اوسط ډول هره میاشت ۱۰۰ کسان اعدام شوي دي.

د دغه سازمان د شمېرو له مخې، په دې موده کې لږ تر لږه ۴۶ افغانان هم اعدام شوي دي.

د۱۴۰۳ لمریز کال د لړم په میاشت کې د ایران د بشري حقونو سازمان اعلان وکړ چې په ایران کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د افغانانو اعدامونه ډېر شوي دي.

ایران په ۲۰۲۴ کال کې لږ تر لږه ۸۰ افغانان اعدام کړي دي. د دې شمېرو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې د افغانانو د اعدام کچه د ۲۰۲۳ کال پرتله درې برابره ډېره شوې ده.

نور خبرونه

رادیو