طالبان وايي «پوهه او زده‌کړه» د خپلواکۍ سبب کېږي او دوی ورته ډېر اهمیت ورکوي

AP ۱۴۰۴ وږی ۲

په داسې حال کې چې څلور کاله کېږي طالبانو افغان نجونې له زده‌کړې راګرځولي، په پروان ولایت کې د یادې ډلې یوه سیمه‌ییز چارواکي ویلي چې «پوهه او زده‌کړه» د «حُریت او خپلواکۍ» سبب کېږي.

د پروان ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس شمس الحق صدیقي له یوه روزنیزه کورس څخه د ځوانانو د فراغت غونډې ته ویلي چې «اسلامي امارت [طالبان] علم او پوهې ته زیات اهمیت ورکوي ځکه چې علم او زده‌کړه د حُریت او خپلواکۍ سبب کېږي.»

نوموړي ادعا کړې چې طالبانو د قربانیو او سرښندونو په پایله کې سیاسي ازادي ترلاسه کړې او په ورته وخت کې یې د دیني او عصري علومو د زده‌کړې پر اهمیت ټینګار کړی دی.

دا لومړی ځل نه دی چې طالب چارواکی د خپل رژیم د کړنې خلاف چې نجونې یې له ښوونځي راګرځولي د علم او زده کړې پر اهمیت ټینګار کوي، بلکې تر دې وړاندې ان د طالبانو د وزیرانو ترکچې کسانو ورته څرګندونې کړي دي.

له دې ټولو سره سره لاهم په افغانستان کې له شپږم ټولګیو پورته د نجونې پرمخ د ښوونځیو دروازې تړلي دي او د خلاصون په اړه یې طالبان د معمول په څېر وايي چې په دې تړاو هڅې روانې دي.

نور خبرونه

رادیو