په غزه کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۷۰ فلسطینیان چې پکې ۴ ماشومان هم شامل دي، د اسراییل په بریدونو کې وژل شوي دي. په عین وخت کې د غزې د روغتیا وزارت ویلي، دوه نور کسان بیا د لوږې له امله مړه شوي دي او په دې سیمه کې د لوږې او قحطۍ د قربانیانو شمېر ۲۷۳ تنو ته رسېدلی دی.
د لوږې د قربانیانو د شمېر له زیاتېدو سره بیا یونېسف خبرداری ورکړی، چې ماشومان د «بقا له ناورین» سره مخ دي او «د ډېرو نورو ماشومانو لپاره نو ډېر ناوخته شوی دی.»
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د مرستیال سرمنشي ټام فلچر په یوه بیان کې د غزې د قحطۍ د پراخېدو په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل: «دا هغه قحطي ده چې که اجازه ورکړل شوې وای، موږ یې د مخنیوي توان درلود، خو د اسراییل د منظمې خنډ جوړونې له امله خوراکي توکي په پوله کې بند پاتې دي.»
ټام فلچر د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو څخه د اوربند غوښتنه وکړه او ویې ویل: «ټولې شمالي او سوېلي لارې باید پرانېستل شي، اجازه راکړئ چې موږ خوراکي توکي او نورې مرستې پرته له خنډه او په لویه کچه دننه کړو.»
له دې سره، د بې پولې ډاکټرانو سازمان هم خبرداری ورکړی، چې د غزې خلک له «لوږې، ناروغۍ او مرګ» سره مخ دي او له نړۍوالو بنسټونو یې د جدي او بېړنۍ پاملرنې غوښتنه وکړه.
د غزې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، پر غزې د اسراییل د بریدونو له پیل راهیسې نږدې ۶۳ زره کسان وژل شوي او له ۱۵۷ زرو ډېر نور ټپیان شوي دي.