په ترهګرۍ ضد چارو کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سلاکار سباسټین ګورکا وايي: «کېدای شي دا خبره عجیبه ښکاره شي، خو طالبان تر یوه حده د ترهګرۍ ضد جګړه کې زموږ ښه ملګري پاته شوي دي.» هغه ویلي، په افغانستان کې ځینې افراطي ډلې شته چې طالبانو ته هم ګواښ دی.
نوموړي وویل: «د افغانستان په اړه ډېرې د باور وړ ژمنې شته، خو اوس د دې ژمنو په اړه نور جزیات نه شم ورکولای.»
دې چارواکي د ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتيژۍ په اړه د خبرو په ترڅ کې وویل: «که څه هم د متحده ایالتونو او طالبانو تر منځ د افراطي ډلو پر ضد جګړه کې بشپړه همغږي نه شته، خو په دې اړه کار روان دی، ځکه له دې ډلو څخه ځينې یې خپله طالبانو ته هم ګواښ دی.»
هغه زیاته کړه: «د ټرمپ حکومت د خلکو خوندیتوب ته پام اړولی دی.» هغه د تراهګرۍ ضد جګړه کې جو بایډن ته ګوته ونیوله او ویې ویل، چې د بایډن د ولسمشرۍ په څلور کلنه دوره کې یوازې ۱۸ امریکايي برمتهشوي کسان خوشې شوي دي، په داسې حال کې چې ډونالډ ټرمپ یوازې په اووه میاشتو کې ۷۲ امریکایان له زندان څخه راخلاص کړي دي.