د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت وايي چې د بندیانو د اصلاخ لپاره یې یوه طرحه جوه کړې ده. د یاد وزارت په وینا د دې طرحې له مخې به د بندیانو لپاره داسې برنامې عملي کړي چې هغوی ته د دیني پوهې، مسلکي زدهکړو او سالم فکر زمینه برابره کړي.
د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت د شنبې په ورځ (د وږي لومړۍ) پر اېکسپاڼې لیکلي، چې د یاد وزارت مسلکي مرستیال نورمحمد حقاني د زندانونو چارو د سمون لوی ریاست د ښوونې او بیا روزنې رییس نظرمحمد ناصري سره په لیدنه کې دواړو لوریو بنديانو ته د ښوونیزو برنامو، فکري روزنې، اصلاح او د بیا روزنې پر عملي همکاریو تفصیلي خبرې کړي.
نورمحمد حقاني د خبرو پر مهال وویل:«زندان یوازې د سزا ځای نه دی، بلکې باید د زدهکړې، اصلاح او فکري روزنې اداره وي څو بنديان له خپلې تېروتنې را واوړي او ټولنې ته بیرته ګټور ور وګرځي.»