په باجوړ کې تر ۳۰ ډېر «ټي‌ټي‌پي» وسله‌وال د خپل جوړ شوي ماین په چاودنه کې ووژل شول

AP ۱۴۰۴ زمری ۳۱

د خېبرپښتونخوا په باجوړ ولسوالۍ کې تر ۳۰ ډېر «ټي‌ټي‌پي» وسله‌وال هغه مهال وژل شوي، چې خپل جوړ شوی ماین پرې په ناڅاپي ډول چاودېدلی دی. پاکستانۍ رسنۍ وايي، دغه پېښه داسې مهال رامنځته شوې چې یاد وسله‌وال د پاکستاني پوځ پر ضد د برید لپاره پر ماین جوړونې بوخت وو.

د پاکستانۍ ورځپاڼې اېکسپرېس ټرېبیون په راپور کې راغلي، چاودنه دومره زوروه وه چې د جومات ټوله ودانۍ لاندې راپرېوتې او د وسله‌والو کسانو مړي تر خاورو لاندې پاتې شوي دي. د راپور له‌مخې؛ تحریک طالبان پاکستان یا «ټي‌ټي‌پي» دغه جومات د پټن‌ځای په توګه کاراوه.

اېکسپرېس ټرېبیون همداراز راپور ورکړی، چې په سوېلي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ له‌خوا ستر شپني عملیات شوي چې په پایله کې یې د یوه ځانمرګي بریدګر په ګډون ۱۵ وسله‌وال وژل شوي دي.
په خېبرپښتونخوا کې د پاکستان پوځ او «ټي‌ټي‌پي» وسله‌والو ترمنځ جګړو زور اخیستی دی. همدا تېره ورځ یادې ډلې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو تور لګولی، چې د دوی د جنګیالیو د مړو سپکاوی کوي او په اسانۍ یې خپلو کورنیو ته نه سپاري.

نور خبرونه

رادیو