د ملګرو ملتونو څلورو ادارو په یوه ګډه اعلامیه کې خبرداری ورکړی چې د غزې په سیمه کې قحطي رسماً تایید شوې او تر نیم میلیون زیات وګړي له سختې لوږې او د مخنیوي وړ مړینو سره مخ دي. یادو ادارو د ژر تر ژره اوربند او پراخو بشري مرستو غوښتنه کړې.
د روغتیا نړیوال سازمان، د خوړو نړیوال پروګرام، د کرنې او خوړو سازمان او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو صندوق په یوه تازه ګډ راپور کې ویلي، چې د غزې په ښار کې د قحطۍ شرایط تایید شوي او تمه شته چې دا حالت به ډېر ژر د دیر البلح او خان یونس ولسوالیو ته هم پراخ شي.
د راپور له مخې، له ۶۴۰ زرو زیات وګړي به د روان سپټمبر تر پایه د خوړو له سخت نشتوالي سره مخ شي، چې دا د قحطۍ تر ټولو خطرناک پړاو ګڼل کېږي، همدا ډول نږدې ۱.۱۴ میلیونه وګړي به د بیړني حالت لاندې وي او ۳۹۶ زره نور به د خوړو له نشتوالي سره مخ وي.
د یادو سازمانونو په وینا، دا حالت د نږدې دوو کلونو جګړو، کورنیو بېځایهکېدو، د بشري مرستو محدودیت، د کرنیزو ځمکو او بازارونو له منځه تلو او د روغتیايي سیستم د سقوط له امله رامنځته شوی.