په پاکستان کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکیب او د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو سلاکار محمد علي سیف په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د وضعیت، د تورخم او نورو بندرونو د ستونزو، او په افغانستان کې د سرطان ناروغیو د یو احتمالي روغتون د جوړېدو په اړه خبرې کړې دي.
په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت په ایکس لیکلي چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر دوه اړخیزو اړیکو تفصیلي خبرې وکړې، چې په ځانګړي ډول په خیبر پښتونخوا کې د مېشتو افغان کډوالو وضعیت، د خلکو ترمنځ تګ راتګ، او د سرحدي بندرونو، په ځانګړې توګه د تورخم دروازې، پر ستونزو او د حل لارو پکې تمرکز شوی دی.
په لیدنه کې په افغانستان کې د سرطان روغتون جوړولو باندې هم بحث شوی، چې دواړو خواوو یې پر ممکنه عملي کېدو خبرې کړې دي.
د خېبر پښتونخوا حکومت په تازه پرېکړه کې افغان کډوالو ته سپارښتنه کړې چې په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي.