طالبان وايي، د هرات ولایت لپاره د ددې ډلې والي اسلام جار د «هري کاروان ټرانسپورټي شرکت» مسوولان تر امر ثاني پورې د تحقیاتو لپاره احضار کړي، څو د پروني ټکر د پيښې بشپړ معلومات ترسره او قانوني اجرات ترسره شي. په دې پېښه کې تر ۸۰ پورې کسانو ژوند له لاسه ور کړی.
د سېشنبې په ماښام د هرات_اسلام کلا پر لویه لار په یوې ټرافیکي پېښې کې لسګونه کسان مړه شوي دي. دغه پېښه هغه مهال وشوه، چې له ایران څخه د اخراج شویو کډوالو مساپر وړونکي بس له یوه موټر سایکل او مازډا ډوله موټر سره ټکر وکړ. طالبانو ویلي، چې په ټوله کې تر دې دمه۷۹ کسان په دې پېښه کې مړه شوي دي.
د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویاند او د زلزله ځپلو د ملاتړ کمېسیون غړي احمدالله متقي د چهارشنبې په ورځ (د زمري پر ۲۹مه) وویل، چې د طالبانو د کډوالو عالي کمېسیون، د رياست الوزرا داداري او مالي مرستيال او ملي دفاع وزارت مقام له خوا به د هرات ولايت د پېښې ټول مړي د یوې ځانګړې نظامي هوايي الوتنې په مټ د کابل ۴۰۰ بستریز روغتون ته انتقال شي.