د هرات مرګونې ټرافیکي پېښه؛ د مړو شمېر نږدې ۸۰ کسانو ته لوړ شو

۷ ساعتونه مخکې

طالبان وايي، چې د هرات په ټرافیکي پېښه کې د مړو شویو کسانو شمېر ۷۹ ته لوړ شوی دی. تر دې مخکې په دې پېښه کې د ۷۱ کسانو د مړینې خبر ورکړل شوی و.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع رسنیو ته ویلي، چې په دې پېښه یوازې ۱۹ ماشومان مړه شوي دي. ویل کېږي چې ډېری دغه کسان له ایرانه اخراج شوي افغان کډوال وو.

د یادونې ده چې تېره شپه د هرات سیمه‌ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته خبر ورکری و، چې د هرات-اسلام‌کلا پر لویه لار د مساپر وړونکي او بار وړونکي موټرونو د ټکر له امله لسګونه کسان مړه شوي دي.

نور خبرونه

رادیو