د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون وايي، که روسیه په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسېدو او د سولې له خبرو په شا شي؛ نو امریکا به پرې بندیزونه ولګوي. نوموړي تازه له رسنیو سره په خبرو کې تمه ښودلې، چې ژر تر ژره به په اوکراین کې راونې کشالې ته د پای ټکی کېښودل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا په مشرۍ په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د نړۍوالې ټولنې هڅې چټکې شوې دي او ټاکل شوې چې د روسیې او اوکراین ولسمشران هم د سولې په تړاو د خبرو لپاره له یوبل سره وګوري.