د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ په بلنه سپينې ماڼۍ ته ورسېد. هغه چې د جګړې له پیل راهیسې په ډېرو ناستو کې په نظامي جامو کې لیدل شوی، دا ځل د پخوانیو لیدونو برعکس په رسمي کالیو کې په یوه مهمه نړۍواله ناسته کې کډون کوي.
د رسنیو د راپورونو له مخې، مخکې تر لیدنې د سپینې ماڼۍ چارواکو د اوکراین له اړخ څخه پوښتنه کړې وه، چې ایا ېلېنسکي به له ټرمپ سره د لیدنې پر مهال رسمي لباس واغوندي او که نه.
ویل کېږي، چې په دې لیدنه کې به د ټرمپ مرستیال جیډي وېنس هم ګډون وکړي.
نوموړی په تېرو لیدنو کې د زېلېنسکي له نظامي جامو سره مخالفت کړی و او پر همدې موضوع د اوکرایني لوري سره لفظي شخړه هم رامنځته شوې وه.