د اوکراین په خبرو کې د لومړۍ مېرمنې اغېز: زېلېنسکي د خپلې مېرمنې لیک ټرمپ ته وسپاره

AP ۱۴۰۴ زمری ۲۷

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي نننۍ لیدنه د ملګرتیا په فضا کې پیل شوه او زېلېنسکي د خپلې مېرمنې لیک ټرمپ ته ورکړ، ترڅو یې خپلې مېرمنې میلانیا ټرمپ ته ورسوي.

دا که څه هم په ښکاره یو سمبولیک عمل و، خو شنونکي یې د لومړۍ مېرمنې د پټ نفوذ مهمه نښه بولي.

ټرمپ د دې حرکت وروسته پر اوکراین د امریکا د ملاتړ په اړه خپلې تر ټولو جدي ژمنې تکرار کړې او ویې ویل: «هېڅکله دا د لارې پای نه دی.»

که څه هم ټرمپ څرګنده کړه، چې د سولې د تضمینولو په برخه کې اروپا باید مخکښ رول ولوبوي، خو ده ټینګار وکړ چې امریکا به له دې بهیر څخه لاس وانخلي.

ټرمپ وویل: «اروپا د لومړۍ کرښې دفاع ده، ځکه هغوی هلته دي، خو موږ به هم ورسره مرسته وکړو او پکې به ښکېل پاتې کېږو.»

نور خبرونه

رادیو