ټرمپ: موږ له ایران څخه د غزې د تړون د وروستي کېدو په اړه قوي نښه ترلاسه کړې

۴ ساعتونه مخکې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل: «د سیمې نږدې ۸۰ سلنه هېوادونه تل د غزې د تړون مخالف وو، خو دا ځل وضعیت بدل شوی او موږ ان له ایران څخه هم پیاوړې نښې ترلاسه کړې دي چې غواړي دا تړون وروستی شي.»

هغه زیاته کړه: «حماس د اردوغان، قطر، امارات او سعودي عربستان ډېر درناوی لري. ټول هڅه کوي چې دا تړون ترسره شي؛ داسې اجماع تر دې مخکې هېڅکله نه وه رامنځته شوې.»
د امریکا ولسمشر زیاته کړه: «ټول عربي او اسلامي هېوادونه او همدارنګه د سیمې ټول ګاونډیان غواړي د غزې تړون وشي. ما له رجب طیب اردوغان سره خبرې کړې دي؛ هغه یو ځواکمن کس دی او د دې تړون د پلي کېدو لپاره ډېرې هڅې کوي.»
ډونالډ ټرمپ وویل: «لسګونه زره کسان د یرغمل شویو کسانو د بېرته ستنېدو او د دې وضعیت د پای ته رسېدو غوښتونکي دي. زه فکر کوم چې موږ دې تړون سره نږدې شوي یو او دا تړون به دوامدار وي. دا یوازې د غزې په اړه نه دی؛ دا د منځني ختیځ د سولې په اړه دی.»

نور خبرونه

رادیو