د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي، چې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره یې د اروپایي مشرانو تر ګډې ناستې مخکې «ډېرې ښې خبرې اترې» کړې دي.
زېلېنسکي په خپلو څرګندونو کې ټینګار وکړ: «زما په اند موږ له ولسمشر ټرمپ سره د ډېرو حساسو موضوعاتو په اړه ډېرې ښې خبرې وکړې.»
دغه لیدنه او خبرې په داسې مهال ترسره شوې، چې د سپینې ماڼۍ په کوربهتوب د اروپایي مشرانو او ټرمپ ګډه غونډه روانه ده، چې موخه یې د اوکراین د جګړې په اړه د لوېدیځ د راتلونکي ملاتړ د څرنګوالي روښانه کول دي.