د کاپیسا ولایت د صیاد په سیند کې دوه ځوانان د لامبو پرمهال ډوب شول

۲ ورځې مخکې

د کاپیسا ولایت د صیاد په سیند کې دوه ځوانان چې یو یې ۲۱ کلن او بل یې ۲۲ کلن و، د لامبو پرمهال ډوب او مړه شول.

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د سیمه‌ییزو ادارو په حواله خبر ورکړی، چې د دغو دوو ځوانانو مړي د اړوندو ځواکونو او د سیمې د خلکو په مرسته له اوبو رااېستل شوي او د کاپیسا مرکزي روغتون ته له لېږدولو وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.
که څه هم ویل کېږي، چې دغه ځوانان د کاپیسا د مرکز د نواباد کلي اصلي اوسېدونکي وو، خو اوس مهال په کابل کې مېشت ول.

نور خبرونه

رادیو