د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د امریکا د ولسمشر ډونالډ په حضور کې وویل: «موږ د درې اړخیزې همکارۍ لپاره چمتو یو.»
هغه زیاته کړه: «باید جګړه ودروو» او «د ټرمپ له هڅو منندوی یم.»
اخوا ټرمپ وایي، که هر څه په ښه ډول پرمخ ولاړ شي، دوی به درې اړخیزه ناسته ولري.
هغه زیاته کړه: «زه نه شم ویلی چې دا د لارې پای دی.»