د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د ډونالډ ټرمپ په حضور کې په سپینه ماڼۍ کې وویل، چې د یوې هوکړې د ترلاسه کولو لپاره هېواد یې د امنیتي تضمینونو په برخه کې «هر څه» ته اړتیا لري.
نوموړي زیاته کړه، چې اوکراین په لومړي سر کې یوې ځواکمنې اردو ته اړتیا لري، چې پکې وسلې، بشري ځواکونه، روزنه او استخباراتي معلومات (نظامي استخبارات) شامل وي.
زېلېنسکي وایي، چې ټول دغه موارد به د «سترو هېوادونو» لکه امریکا او نورو متحدینو پورې اړه ولري.