په تېرو دوو ورځو کې د هېواد په ۸ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو له امله ۴ کسان مړه شوي

AP ۱۴۰۴ زمری ۲۷

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې د چمتوالي اداره وايي، په تېرو دوو ورځو کې د هېواد په اتو ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو له امله ۴ کسان مړه شوي او یو بل ټپي دی.

د دغې ادارې د مسوولینو په وینا، په کابل، کاپیسا، پروان، پکتیکا، لوګر، ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو کې د دغو بارانونو او سېلابونو له امله ۱۱ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ، ۴۶ کورونه په نسبي توګه زیانمن او ۲هټۍ په نسبي توګه تخریب شوي دي.

مسوولین زیاتوي، په دغو پېښو کې په یادو ولایتونو کې ۱۳۰ جریبه کرنیزه ځمکه، ۱۳۵ جریبه باغونه، ۱۶ کیلومتره سړک، ۲ پلونه او پلچکونه، ۱۰۰ تختي سولر، ۱۷۰۰ ونې، ۲۱ د اوبو کانالونه هم زیانمن شوي او په ټوله کې ۳۵۳ کورنۍ زیانمنې شوې دي.

د دغې ادارې په وینا، لا هم د زیانمنو سیمو سروې روانه ده.

نور خبرونه

رادیو