د پنجشېر لپاره د طالبانو والي او ځينو نورو مسوولینو په پریان ولسوالۍ کې د دوشنبې په ورځ (د زمري ۲۷مه) په یوې غونډه د طالبانو اوسنی نظام بشپړ اسلامي نظام وباله او د علماو شورا رييس یې د امرینو پر اطاعت له ټينګار سربېره وویل: «د اسلامي نظام مخالفت کوونکي په ټولنه کې عزت نه لري.»
د دغې ولسوالۍ اوسېدونکو بیا له ځايي مسوولینو وغوښتل، چې له پوهنتونونو د دغه ولایت فارغو شویو ځوانانو ته کاري زمینې برابرې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې غېر له طالبه بل کس ته د دندې موندنه ډېره سخته شوې ده.
د پنجشېر ولایت لپاره د طالبانو والي محمد اغا حکیم وویل، هغه کار باید ونه شي چې اسلامي نظام او هېواد ته پکې زیان رسېږي.
د یادونې وړ ده، چې د پنجشېر ولس تل دا شکایت لري چې طالبانو له ښوونځي او مدرسو نیولې بیا په ټولو دولتي تاسیساتو کې نظامي مرکزونه جوړ کړي او ورسره د دوی ورځنی ژوند ستونزمن شوی دی.