د اسراییل ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، له ۳۰۰ زرو څخه ډېر اسراییلیان په تلابیب کې راټول شوي او د جګړې د پراخېدو پر ضد غونډه کې یې برخه اخیستې ده.
دغو لاریونوالو د یرغمل شویو کسانو د ازادۍ غوښتنه کړې ده.
د راپور له مخې، زرګونه کسان د دې هېواد له بېلابېلو برخو تلابیب ته تللي دي، څو د یرغمل شویو کسانو له کورنیو سره خپل یووالی وښيي او د دولت پر وړاندې خپل اعتراض څرګند کړي.
د یرغمل شویو او ورکو شویو کسانو د کورنیو ټولنې هم د پولیسو د اټکل له مخې اعلان وکړ، چې د یکشنبې په ماښام له ۲۲۰ زرو څخه ډېر کسان د یرغمل شویو کسانو په میدان او شاوخوا سړکونو کې راټول شوي او د جګړې د پراخېدو په تړاو یې د اسراییل د دولت پر پرېکړې اعتراض وکړ.
د غونډې تنظیموونکو د زمري په ۲۵مه اعلان وکړ، چې تمه کېږي نږدې یو میلیون کسان د تلابیب د یرغمل شویو کسانو په میدان کې راټول شي او لسګونه زره نور کسان به په اسراییل کې په سلګونو نورو ځایونو کې دې حرکت سره یوځای شي.