رویټرز خبري اژانس (د زمري ۲۵مه) د سراييلي پوځ په حواله لیکلي، تر یکشنبې ورځې وروسته به د غزې اوسېدونکو ته خېمې او د اوسېدو نور وسایل ورکړل شي، چې هغوی له جنګي سیمو څخه په خوندي ډول د غزې جنوبي برخو ته ولېږدول شي.
د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، چې تر عملیاتو وړاندې به ملکي وګړي خوندي سیمو ته لېږل کېږي.
ملګرو ملتونو د دې کار ستاینه وکړه، خو خبرداری یې ورکړ چې دغه لېږد به د خلکو کړاوونه نور هم زیات کړي، ځکه په غزه کې هیڅ ځای هم خوندي نه دی.
فلسطیني ډلو دغه پلان غندلی دی، د اسلامي جهاد ډلې ویلي، چې دا کار د نړیوالو قوانینو ښکاره نقض دی. په ورته وخت کې اسراییلي ځواکونو په غزه کې عملیات پراخ کړي او د زیتون او شجاعیه سیمو کې درنې بمبارۍ هم شوي دي.