د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپلې اېکس پاڼه د طالبانو د څلورمې کلیزې په مناسبت د موټرو د یوه نسبتا اوږد کاروان ویډیو خپره کړې او ادعا یې کړې چې خلکو په دا ډول مراسمو کې په پراخه کچه ګډون کړی دی.
نوموړي ویلي: «د ازادۍ او فتحې د ورځې ولسي او ملي ملاتړ او د خلکو پراخ ګډون اوخوښۍ جوتوي چې له بې ساري ولسي محبوبیت څخه برخمن یو».
دا په داسې حال کې چې د کابل په څه باندې شپږ میلیوني ښار کې پخپله له طالبانو ور اخوا د طالبانو د واکمنۍ د څلورمې کلیزې مناسبت کومه لویه ولسي غونډه نه ده جوړه شوې.
د افغانستان انټرنشل- پښتو د موندونو پر بنسټ له کابل ور اخوا د افغانستان په نورو ولایتونو کې هم د طالبانو د واکمنۍ د څلورمې کلیزې په مناسبت د طالبانو له لارښوونې او مداخلې پرته کومه ولسي غونډه نه ده ترسره شوې.
په ډېری هغو ویډیو ګانو او انځورونو کې چې طالبان او یا یې پلویان لاس په لاس کوي داسې نه ښکاري چې ولس دې په پراخه کچه د طالبانو د واکمنۍ د کلیزې په مناسبت مراسمو کې ګډون کړي وي.
په ورته وخت کې افغانستان انټرنشل- پښتو ته د ځینو کسانو دا اعتراضونه هم رارسېدلي چې د طالبانو لخوا ورته په مراسمو کې د ګډون په اړه سپارښتنې شوې وې.
په ننګرهار کې یو هټیوال وايي، طالبانو پرې په زور خپل بیرغ د دوکان په سر ځړولی دی.
له دې ټولو سره سره د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د ولسي پراخ ګډون له ادعا یو ګام وړاندې دا هم ویلي چې ملت اوس خپل اصلي مشران او خواخوږي ښه درک کړي او په ټکو یې نور به د کومې شومې دسیسې ښکار نه شي.