د طالبانو سیاسي استازولۍ خپله واکمني د افغانانو لپاره «لوی غنیمت»‌ ګڼي

۱۳ ساعتونه مخکې

په یو شمېر هېوادونو کې د طالبانو سیاسي استازولیو په بېلابېلو غونډو کې د افغانانو لپاره خپل حکومت «لوی غنیمت» ګڼلی. د دغه ډلې د څلورمې کلیزې په مناسبت ډېرو لوړ پوړو طالبانو ویلي چې افغانان باید په دې «نعمت» شکر وباسي.

په ترکیه کې د طالبانو سفیر سمیع‌الله فرهمند په افغان سفارت کې جوړې شوې غونډې ته ویلي چې اوسنی نظام له ډېرو سرښندونو او صبر وروسته افغانانو ته ورپه برخه شوی دی.

نوموړي ویلي: «امنیت او اوسنی نظام د الله پاک لوی نعمتونه دي او باید د هېواد په پرمختګ او ابادۍ کې ترې ګټه واخېستل شي.» په دې غونډه کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت استازو او ډیپلوماټانو هم ګډون کړی و.

په ورته وخت کې په پاکستان کې د طالبانو د حکومت سفارت هم ویلي چې د خپلې واکمنۍ د کلیزې په مناسبت یې لویه غونډه جوړه کړې وه.

د دغه سفارت د معلوماتو له مخې په غونډه کې د پاکستان ګڼو چارواکو او سیاسیونو، اسلام اباد کې مېشتو د بهرنیو هېوادونو سفیرانو او ډيپلوماټانو، علماوو، خبریالانو، زده‌کړیالانو، کډوالو او د فرهنګي ټولنې استازو ګډون کړی وو.

طالبان په داسې حال کې په کور دننه او بهر د خپلې واکمنۍ څلورمه کلیزه نمانځي او په خپلو لاسته راوړنو ویاړي چې د همدې کلیزې په مناسبت ملګرو ملتونو او ځینو هېوادونو په پیغامونو کې له دوی غوښتي چې د بشري حقونو وضعیت ته دې جدي پام وکړي.

طالبانو په افغانستان کې له بیا واک ته رسېدو سم د خلکو په ځانګړي توګه پر افغان میرمنو او نجونو پراخ محدیتونه ولګول چې له کبله یې له جدي نیوکو سره مخامخ دي؛ خو دوی بیا په کراتو ویلي چې په افغانستان کې د ټولو په ځانګړي توګه د ښځو حقونه د دوی په ټکو د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.

نور خبرونه

رادیو