طالبانو د برېښنا د لېږد مرکزونو ته هم جهادي نومونه غوره کړي

۱ ساعت مخکې

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان برېښنا شرکت د څه باندې ۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د «نورالجهاد» په نامه د سب سټېشن د بیا رغونې او له دغه سټېشنه نورو هغو ته د برېښنا مزو د غځولو تړون لاسلیک کړی دی.

یاد تړون له خصوصي شرکتونو سره شوی چې له مخې به یې په نورالجهاد سب سټېشن کې د مزو غځولو چارې پراخې او له همدغه سټېشنه به تر پل هاشمي او د حوت ۲۴ مې شهیدانو سټېشن پورې۲۲۰ کېلوولټ د برېښنا مزي وغځول شي.

طالبان په افغانستان کې بیا واک ته له رسېدو سره سم د ځینو ځایونو نومونه بدل کړل.

د همدې لړۍ په دوام طالبانو وړاندې د افغانستان د قول اردوګانو نومونه هم بدل کړي او تر ډېره له مذهبي نومونو لکه خالد ابن وليد، منصوري، البدر، الفاروق، الفتح، عزم او عمري کارولي چې وړاندې د دغې ډلې د مختلفو ګروپونو نومونه وو.

د قول اردو ګانو د نومونو تر بدلولو وروسته، طالبانو د کورنيو چارو وزارت اړوند د اتو امنيتي زونونو پخواني تاريخي نومونه او کوډونه هم لرې او پر ځای يې ځینې عربي نومونه غوره کړي دي.

نور خبرونه

رادیو