د سياېناېن د راپور له مخې، د اروپایي کمېسیون ویاندې اعلان وکړ چې اروپایي مشرانو د یکشنبې په غونډه کې چې په واشنګټن کې د دوشنبې د ورځې له لیدنې مخکې جوړه شوې وه، د اوکراین لپاره د امنیتي تضمینونو او نورو حیاتي مسایلو په موضوع تمرکز کړی و.
دغو مشرانو همدارنګه په اوکراین کې د «قتلعام د بندېدو» د اړتیا، د بندیزونو له لارې پر روسیې د فشار دوام او د خپلې ځمکې په اړه د اوکراین د خپلواکه پرېکړې پر اصل خبرې وکړې.
د اروپایي کمېسیون ویاندې زیاته کړه: «دغه غونډه یو فرصت وو چې مشران بیا د اوکراین د ملاتړ لپاره خپل اتحاد د عادلانه او پایدارې سولې د ترلاسه کولو په برخه کې څرګند کړي.»