سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته مالومات ورکړي چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي په ګډون به یو شمېر سیاستوال، مدني فعالان او د ښځو د حقونو ملاتړې به د اګسټ میاشتې په پای کې د پاکستان له حکومتي چارواکو سره ناسته وکړي.
د مالوماتو پر بنسټ دا ناسته ښايي د اګسټ میاشتې په ۲۵مه او یا هم ۲۶مه نېټه په اسلام اباد کې وشي. افغانستان انټرنشنل – پښتو ته د دغه ناستې د افغان ګډونوالو په نومونو کې د مخکني جمهوریت د اقتصاد وزیر مصطفی مستور، د پخواني لوړ پوړي ډېپلوماټ نصیر احمد اندېشه، د تخار د پخواني والي مولوي عبدالله قرلق او د خبریالې زهرا جویا نومونه هم شامل دي.
فوزیه کوفي تر دې څو میاشتې دمخه لا پاکستان ته تللې وه او هلته یې د دغه هېواد د چارواکو تر څنګ د یو شمېر هېوادونو له سفیرانو سره هم لیدنې کتنې کړې وې. ځینو کسانو لا دا هم یاده کړې وه چې د نوموړې اړیکې له پاکستان سره خوږې شوي دي. ګلبدین حکمتیار بیا په ښکاره ډول په خپلو وروستیو لیکنو او ویناوو کې د پاکستان دننه د وروستیو نا امنیو په تړاو اندېښنې څرګندې کړي او له دغه هېواد سره یې په وار وار خواخوږي ښودلې ده. د هغه د کورنۍ ځنې غړي لا هم په پاکستان کې مېشت دي او هلته کاروبارونه لري.
لا تر اوسه د دغه ناستې په تړاو نور جزییات نه دي په ډاګه شوي او نه یې هم د اجنډا په تړاو څه ویل شوي، خو د نوملړ له مخې څرګندېږي چې دا ناسته د طالبانو له مخالفو جهتونو سره کېږي. حکمتیار د کابل دننه وخت ناوخت طالبان ننګوي او د دغه ډلې د پرېکړو پر ضد دریځ نېسي. همدا راز په نوملړ کې نور شامل کسان هم د طالبانو ضد سیاسي او مدني څېرې بلل کېږي.
د اسلام اباد او طالبانو ترمنځ د اختلاف تر ټولو لوی ټکی د افغانستان په خاوره کې د «ټي ټي پي» وسله والو شتون دی چې پاکستان ترې هر وخت شکایتونه کوي. باورونه دا دي چې ښايي پاکستان پر افغان طالبانو د فشار راوړلو لپاره د دغه ډلې یو شمېر مخالفو جبهو او خوځښتونو سره راشه درشې ډېرې کړي.
له پاکستان سره د طالبانو د مخالفو سیاستوال ناستې ولاړې طالبانو ته پېغام رسوي چې اسلام اباد او نورۍ نړۍ د دوی پر ځای د افغانستان په تړاو له نورو ادرسونو سره هم تعامل او خبرې اترې کولای شي. په دې وروستیو کې د ملي مقاومت جبهې په ګډون یو شمېر نورو لوړ پوړو سیاستوالو هم د پاکستان په تړاو نرم دریځونه غوره کړي او انګېرنې دا دي چې ښايي په افغانستان کې د طالبانو د ځپلو لپاره غواړي د اسلام اباد ملاتړ هم ترلاسه کړي.