د طالبانو سترې محکمې یکشنبه (د زمري ۲۶مه) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې یوه ښځه او درې نارینه یې د غلا او زنا په تور هم په درو وهلي او هم یې په بند محکوم کړي دي.
د طالبانو د کابل ولايت ښاري ابتدایه محکمې جزا دېوان او چهاراسياب ولسوالۍ ابتدایه محکمې د پرېکړو له مخې، د روان کال د زمري ۲۳مه او زمري ۲۵مه نېټه د يوې ښځې په ګډون څلورو کسانو ته د غلا او زنا په جرم سزا ورکړل شوې.
د یادې ډلې، ښاري ابتدایه محکمې جزا دېوان او ابتدایه محکمې درې کسان هر یو په ۳ کاله تنفيذي بند او هر یو ۳۹ درو محکوم کړ، دغه ډول یې څلورم کس په یوه کال تنفيذي بند او ۳۹ دُرو وهلو سزا محکوم کړ.
دا سزاګانې به د طالبانو د سترې محکمې تر منظورېدو وروسته پلي شي.