د پښتونخوا پولیسو یکشنبه (د زمري ۲۶مه) وویل، چې د دې ایالت په کوهاټ ولسوالۍ کې ناپېژاندو وسله والو ۷ تنه په ډزو وژلي او یو تن یې ټپي کړی دی. د پولیسو په وینا، وسله وال تر برید وروسته تښتېدلي دي.
د کوهاټ د پولیسو په وینا، دا پېښه کوهاټ ښار ته نژدې ریګي شینوخېل سیمه کې شوې ده.
پولیس وايي چې مړي یې روغتون ته وړي او د پېښې په اړه پلټنې رواني دي.