یوې باخبره سرچینې سياېناېن ته ویلي، چې د امریکا د ولسمشر مرستیال جيډي وېنس به د دوشنبې په ورځ د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ترمنځ په ناسته کې حضور ولري.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې وېنس یاد اوکرایني ولسمشر په ناسپاسۍ تورن کړی و او ترې یې پوښتنه کړې وه: «ایا تا کله هم له امریکا مننه کړې ده؟»
خو له دې سره، په مې میاشت کې بیا وېنس او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په ایټالیا کې یو ځل بیا له زېلېنسکي سره لیدلي و.
که څه هم خبریالان دې ناستې ته نه وو بلل شوي، خو وېنس له هغې وروسته له زېلېنسکي سره خپل یو انځور خپور کړ، چې دواړه پکې مسکۍ ښکاري.