له هغه وروسته چې په الاسکا کې د امریکا او روسیې د ولسمشرانو ترمنځ د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په موخه ناسته بې پایلې پای ته ورسېده، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د ترکیې او هنګري د بهرنیو چارو وزیرانو سره ټلیفوني خبرې وکړې.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ (د زمري ۲۵مه) وویل، چې سرګي لاوروف له خپل ترکي سیال هاکان فیدان سره د ترکیې په نوښت خبرې وکړې او د پوتین او ټرمپ د لیدنې د پایلو په اړه یې نظرونه تبادله کړل.
ترکیه چې د ناټو غړیتوب او د روسیې او اوکراین سره اړیکې لري، په دې جګړه کې د منځګړي رول لوبولی دی.
لاوروف د هنګري د بهرنیو چارو وزیر پیټر سیجارتو سره هم خبرې وکړې او د اوکراین د کړکېچ او د روسیې - امریکا د غونډې د پایلو په اړه یې بحث کړی دی.
هنګري چې له مسکو سره نږدې اړیکې لري، د جګړې پر مهال څو ځله د اروپايي ټولنې له خوا پر روسیې د بندیزونو مخالفت کړی او لا هم له روسیې سره د انرژۍ په برخه کې همکارۍ ته دوام ورکوي.
د دې هېواد لومړي وزیر ویکتور اوربان د پوتین او ټرمپ تر لیدو وروسته ویلي: «نن نړۍ له پرون څخه خوندي شوې ده.»
دا څرګندونې په داسې حال کې شوې، چې د اروپا نورو مشرانو ټینګار کړی چې د اوکراین د خاورې په اړه پرېکړه یوازې د اوکراینیانو حق دی.