د جرمني لومړي وزیر فریدریښ مېرڅ په الاسکا کې د امریکا او روسیې د ولسمشرانو ډونالډ ټرمپ او ولادیمیر پوتین تر کتنې وروسته ویلي، چې امریکا د اوکراین د امنیتي ضمانتونو په برخه کې د ګډون لپاره چمتو ده.
نوموړي ویلي:«ښه خبر دا دی چې امریکا د دغو امنیتي ضمانتونو برخه کې د ګډون لپاره چمتو ده او دا کار یوازې اروپایانو ته نه پرېږدي.»