طالبانو په هرات کې د برېښنا په برخه کې د ۴۱ میلیون ډالرو په ارزښت درې تړونونه لاسلیک کړل

۲ ساعتونه مخکې

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت وایي، چې د هرات د برېښنا ثبات او پیاوتیا په موخه یې د زارو افغانستان او کابل ملي شرکتونو سره د نږدې ۴۱ میلیون ډالرو په ارزښت درې تړونونه لاسلیک کړل.

دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دغو تړونونو کې د پُل هاشمي او د حوت ۲۴ شهیدانو سبسټېشن جوړل او د درېیو سبسټېشتونو ترمنځ د ۲۲۰ کیلو ولټ برېښنا لېږد مزو غځول شامل دی.

طالبانو ویلي، چې له نورالجهاد سبسټېشن څخه تر پُل هاشمي او له پل هاشمي څخه د حوت ۲۴ شهیدانو سبسټېشن پورې د ۲۲۰ کیلو ولټ برېښنا لېږد مزي غځول، پُل هاشمي او د حوت ۲۴ شهیدانو سبسټېشنونو جوړول او په نورالجهاد سبسټېشن کې د (بي لاین) پراختیا د یاد تړون اساسي پروژې دي.

د طالبانو د برېښنا شرکت ویلي، چې یادي پروژې به د دوو کلونو په موده کې بشپړې شي او هرات ولایت به له ډاډمني برېښنا څخه برخمن شي.

نور خبرونه

رادیو