له افغان شخصیتونو سره د طالبانو د اړیکو کمېسیون ویاند وايي، تراوسه له ۱۲ سوو څخه زیاتو افغان شخصیتونه او د تېر نظام چارواکي هېواد ته راستانه شوي چې د مصونیت کارتونه پرې وېشل شوي دي.
احمدالله وثیق زیاتوي، چې د مصونیت کارت لرونکو ته څوک نشي کولی په سیاسي برخو کې ستونزې جوړې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د تماس کمېسیون تر دې دمه یو شمېر پخوانیو سیاسي څېرو او امنیتي ځواکونو ته د مصونیت کارتونه ورکړي دي.
خو د طالبانو د څلور کلنو هڅو سربېره، د پخواني حکومت هېڅ یوه پېژندل شوې سیاسي څېره حاضره شوې نه ده، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته بېرته را وګرځي.
پخواني سیاسي مشران طالبان نامشروع ډله بولي او وایي چې دغه ډله ترې «بیعت او اطاعت» غواړي.
هغوی ټینګار کوي، چې له سیاسي خبرو، مذاکرې او د یوه ټولګډونه او ملي حکومت له جوړېدو پرته او تر هغه چې د طالبانو واکمني دوام ولري، افغانستان ته نه راستانه کېږي.