د خېبر پښتونخوا د طبیعي افتونو د مدیریت ادارې (PDMA) د شنبې په ورځ خبر ورکړی، چې په دغه ایالت کې د وروستیو سېلابونو له امله د مړو شمېر له ۳۰۰ واوښت. تازه یوازې په بونیر ولسوالۍ کې د ۹۳کسانو د مړینې خبر ورکړل شوی دی.
د رسمي شمېرو له مخې؛ په شانګلې ولسوالۍ کې ۳۵، مانسهرې کې ۲۳، باجوړ کې ۲۱، سوات کې ۲۰، بټګرام کې ۱۵ او په لوی دېر کې ۵ کسان د دغو ورښتونو او سېلابونو له کبله مړه شوي دي. د جمعې په ورځ د دغو سېلاب ځپلو لپاره د خېبر پښتونخوا حکومت د بېړنیو مرستو یوه روانه الوتکه هم غورځېدلې، چې په کې د پېلوټ په ګډون پنځه تنه ژغورونکو ژوند بایللی دی.